Risalah Tauhid

Senin, 26 November 2007

Ana Al-Haq

Artikel Ana Al - Haq

Oleh :

M. Thoyib HM




هرجا كه هست پرتو روى حبيب هست

انا الحق ... انا الحق ... دا ئې هغه غږ ؤ. دا ئې هغه نعره وه. خلقو به وېل که دې لېونې شوې دې. چا به وېل چې کفر وائي. چا پکښې اويل چې پانسي ئې کړئ ځکه چې دا کلمه، انا الحق، يواځې د الله زات له پاره دې. خبره خليفه مقتدر بالله (295-320هجري) ته اورسېده. خليفه د خلقو په وېنا عمل وکړو و دې ئې زندان کښ بندي کړو چې په خپل عمل باندې سوچ وکړي و په نېغه لاره راشي. د هغوئ مريدانو و نورو مشائخو هم ورته خواست وکړو چې دې کلمې نه منې شه خو هغه قرار نه شو. آخر هغه ته د مرګ سزا واوروله شوه.

د ذی القعده اتلسمې (18) نېتې، د 309 هجري کال کښ د منصور سزا باندې عمل وشو. ټول ښار د هغه سزا کتلو ته را غونډ شو. جلاد ته حکم وشو چې مخکښې به زر (1000) زله کوړې ور خلاسېدې شي و هغه نه روسته به سر ترې نه قلم کېږي. د خدائ قدرت ته ګوره چې تر آخري کوړې پورې منصور په سترګو کښ نه اوښکښې راغلې و نه خولې نه اوف قدرې اوتو. چې کله د سر قلم کېدو وار راغلې، نو جلاد ته بل حکم راغلې چې د سر نه مخکښې ئې ښپې و لاس پرې کړې شي.

خلقو کښې بې صبري راغله. يو تن منصور نه تپوس وکړو چې عشق څه ته وائي؟ منصور ورته وېل چې لږ وار پس به ئې په خپله ووينې. يو بل ترې نه تپوس وکړو چې ته دومره خوشحاله ولې ئې؟ دې ورته وائي زه خپل جانان ته روان ېم.

جلاد مخکښې ترې نه لاس پرې کړل. بيا ئې ښپې جلا کړې. چې کله ئې سر ته توره جږه کړه، منصور ناره کړه چې يه خدايه، چې څرنګه دې زه برکتي کړې يم، داسې دا خلق هم برکتي کړه. و دې سره هغه کار تمام کړې شو.

چې سر ئې زمکه ته پرېوتو، هغه ټول بې سا وجود نه انا الحق ... انا الحق ورد شروع شو. منصور خو لاړو، خو ناره ئې لا نړه. خلقو فيصله وکړه چې مړ وجود ته دې اور ورته کړې شي. شيخ فريد الدين اټار په خپل کتاب تزکره اولياء کښ وائي چې هغه بدن ته اور ورکړې شو و ايرې ئې د دجله درياب ته واچولې شوې. خدائ قدرت ته ګوره چې دې درياب کښې د اوبو سطح دومره اوچته شوه چې خلقو زړونو کښ ډار پېدا شو چې بغداد به اوبو کښې ډوب شي. او دا خبره وه چې يو کس راغلو و اعلان ئې وکړو چې زما شيخ مرګ بدله کښې به ستاسو بغداد ښار اوبو کښې ډوب شي.

حماد بن عباس هم په زړه کښ ډار جوړ شو. حماد د خليفه تر ټولو کښ اوچت وزير ؤ و هغه د منصور سزا تېرولو د پاره په خپله موجود و. د هغه کس ځان ته را نزدې کړو و تپوس ئې وکړو چې ته داسې ولې وائې؟ هغه اويل چې زمونږ شيخ فرمان دې چې يو داسې وخت به راشي چې زه به مړ کړې شم، بيا به زما وجود وسېزېدل شي، او بيا به ئې درياب ته لړه کړې شي ... درياب کښې به بيا سيلاب راشي و بغداد به پکښې ډوب شي. او که چرې ځما دستار اوبو ته لړه کړې شي نو سيلاب زور به تم شي. حماد هغه کس ته اوېل چې په منډه دې منصور دستار راوړي. چې کله اوبو ته ئې لړه کړه، په هغه سات اوبه کمې شوې. ټول خلق ئې په شش کښ واچول.

حسين منصور حلاج په بېضع کښ په 244 هجري کال پيدا شوې و. بيضع د ايران يو وړوکې غوندې ښاريه ده. دې په خپل پلار نوم باندې مشهور و ځکه چې هغه پلار اسلام قبول کړې وو و بيا ئې ايراق ته هجرت کړې و. په عربي ژبه کښې حلاج د ګډ وړۍ سکولوونکښي ته وائي. دا ئې دوئي ابائي روزګار و. د هغوئي سرچينې تعليم چا ته علم نيشته خو دومره پته ده چې منصور په شپاړس کاله عمر کښې له کور نه حق وصول د پاره اؤتو. دې ډير وليانو باندې وګرځيدو خو تسله ورته ملاؤه نشوه.

خدائ منصور ته ډير کرامات هم ورکړي ول. او دې کراماتو له وجه د ته مشکلات هم جوړ شوي ول. د به خلقو ته د زړونو حال وېل و په دې باندې خلقو دا وهم وکړو چې منصور خليفه مقتدر بالله پسې شوې دې چې هغه حکومت ړنګ کړي و په خپله خليفه جوړ شي. چې حماد بن عباس ته دا خبرې اورسېدې نو هغه د منصور ډير سخت دښمن شو ځکه چې هغه په خپله د خليفه توب عهدې ته پام و. هغه سازشونو شروع کړل چې په څه طريقه منصور نه ځان خلاص کړي.

شيخ منصور په 310 هجري کښې ونيول شو. شرعي عدالت هغه ته د مرګ سزا ورکړه خو خليفه وخت دا نه غوښتل چې دئ دې مړ کړې شي. په دې دوران کښې دوه قيصې وشوې چې زکر ئې ضروري دي.

يو ځل په زندان کښ منصور په زنځيرونو يو بند کمره کښې تړلې شوې و چې نا څاپه هغه نورو بنديانو مخته راغلو. ټول حيران شول چې دې خو بند و زمونږ مخته څرنګه راغلې. منصور ترې نه تپوس وکړو چې تاسو آزادېدل غواړې؟ بنديانو ورته وېل چې ته به مونږ څرنګه خلاص کړې چې ته په خپله باندې بند ئې. منصور ورته وېل چې دا کار ما له پرېږدې.... زه خو نه شم خلاصېدې ځکه چې زه د الله قېدي يم.

دې نه پس منصور د بنديانو ښپو ته اشاره کړه او دوئ ښپو زنځيران خپله مخه مات شول. بيا ئې ديوال ته اشاره کړه او ديوال کښې يو سورې جوړ شو. قيديانو منصور ته خواست وکړو چې دۍ دې هم دوئي سره ځان آزاد کړي خو منصور ورته وېل چې زما ازادي زما مرګ دې.


د حلاج مرګ

چې کله ټول بنديان وتښتېدل نو منصور خپل کمره ته راغلو. صبا ته چې سنتريان راغلل نو څه ګوري چې د قيد نه 300 بنديان تښتېدلي دي او د دوئ زنځيرونه او ديوالونه هر څه په خپل ځائ پراته دي. دوئي منصور نه تپوس وکړو چې دا 300 خلق چرته ورک شول؟ منصور ورته حق وېل چې دا ټول د په خپله آزاد کړي دي. چې حماد بن عباس ته پته ولږېده نو هغه د دې واقعه نه فائده واخسته و د قاضي نه ئې منصور خلاف د مرګ سزا واخستو.

دغه شان يو ځل حضرت عبد الله بن حفيف چې خپل زمانې ډير ستر شيخ و ولي پاتې شوې دې، هغه منصور ته په زندان کښې ملاويدو د پاره راغلو. حضرت صېب وائي چې کله به د لمانځه وخت راغلو نو منصور زنځيرونه به خپله مخه خلاص شول و منصور به اؤدس چاردام کولو نه پس په آرامه لمنځ وکړو. دوئي ترې نه تپوس وکړو چې ستا زنځيرونه خپله مخه خلاص شي نو ته خپل ځان ولې نه شې آزادولې؟ منصور ورته وېله چې ځه په زندان کښې بند نه يم و نه خپل تقدير نه يره کوم.

بيا هغه ورته وېل چې خپلې سترګې پټې کړه و د څه خواهش وکړه. حضرت وائي چې ما سترګې پټې کړې او چې بيا مې خلاصولې نو زه منصور سره په نشاپور (ايران) کښې ولاړ وم. وائي چې ما وړوکوالي نه ارمان ؤ چې زه نشاپور ته لاړ شم. منصور ترې نه تپوس وکړو چې نور څه غواړې؟ دوئي ورته وېل چې بس اوس مې بېرته واپس بوځه نو چې سترګې ئې بند و خلاصې کړې نو په زندان کښ بيا ناست وو.

چې سنتريانو نه حضرت تپوس وکړو نو دوئي ورته وېل چې په دغه سات کښ تاسو دواړه په کمره کښې نه وې بلکه ورک شوي وې.

دې دوه واقعاتو نه د شيخ منصور کراماتو اندازه لږېدلې شي. شيخ منصور عمر ډير خوار تېر شوې و. خلقو ډير تنګ کړې و. چا به ورته جادوګر، چا به کافر طعنه ورکوله. خو يو څو داسې کسان به هم ول چې دې به د الله په عشق کښ يو سرګردان کس ګڼلو و منله به ئې چې دې ډير اچت مقام ته رسيدلې کس دې. خو عام خلق به دې مقام په سر و لم نه پوهېدل. د انا الحق کلمه باندې خو به څوک پوهېدل نه، او که څوک په پوه شوي هم ول، دوئي به په لاس کښ د دوئي شخصيت لوبوله چې خلقو کښې انتشار خور شي. حضرت علي هجوېري رح په خپل کتاب کشف المعجوب کښ د شيخ منصور حلاج لورې کړې دې او دا زکر ئې کړې دې چې د صوفياؤ ډير داسې قيصې دي چې عام خلقو فهم و سخن باندې پوره نه پرېوځي.

0 comments:

Visit this site.
Template by : Kendhin x-template.blogspot.com